په جلال آباد کې چاودنه شوې

په جلال آباد ښار کې د ملي اردو پر موټر چاودنه شوې

1598249
په جلال آباد کې چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې  چاودنه شوې ده .

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن چارشنبه د سهار نهو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي اردو  د سرتیرو پر موټر چاودنه شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

ځايي رسنیو ویلي دي چې دا چاودنه د همیم صیب د مدرسې ترڅنګ شوې ده .

د ویلو ده چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د پلازمینې کابل په پنځه سوه فامیلیو سیمه کې هم یوه چاودنه شوې وه.

دا چاودنه په یو کرولا ډوله ملکي موټر شوی دی خو له نیکه مرغه چې چاته پکې زیان ندی اوښتی.



اړوند خبرونه