هندوستان د افغانستان سره د کرونا ویروس د واکسین مرسته وکړه
هندوستان د افغانستان سره ۵۰۰ زره ډوزه د کرونا ویروس واکسین مرسته وکړه
هندوستان د افغانستان سره د کرونا ویروس د واکسین مرسته وکړه.
د هندوستان چارواکیو ویلي دي چې د افغانستان سره ۵۰۰ زره ډوزه د کرونا ویروس واکسین مرسته کړې ده .
د ویلو ده چې د هندوستان لخوا د افغانستان سره د مرسته شوې کرونا ویروس د واکسین لومړۍ جوپه نن کابل ته راورسیدل.
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر خبري رسنیو ته وویل چې د هندوستان لخوا د افغانستان سره مرسته شوې واکسین لومړۍ جوپه نن کابل ته راورسیدل.
هغه وویل چې دا واکسین د مخکې نه د جوړ شوي پلان او طرز العمل له مخې چې د روغتیا د نړۍوال سازمان سره هم شریک شوی دی تطبیق شي.
هغه وویل چې په لومړي ګام کې به دا واکسین د هیواد روغتیايي پرسونل ته چې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په لومړۍ کرښه قرار لري تطبیق کړی شي.
همداشان په دویم ګام کې به دا واکسین هغه د پوخ عمر لرونکو ته چې د زړه، شکرې او داسې نورې سختې ناروغۍ ولري تطبیق کړی شي.