د زابل د ولایتي شورا د رئیس پر موټرو چاودنه شوې

په قلات ښار کې چاودنه شوې

1536134
د زابل د ولایتي شورا د رئیس پر موټرو چاودنه شوې

د افغانستان د زابل ولایت د ولایتي شورا د رئیس پر موټرو چاودنه شوې ده .

د زابل ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن  د سهار په ساعتونو کې د ولایتي شورا د رئیس عطاءجان حق بیان  پر موټرو چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چاودنه هله رامنځته شوه چې حق بیان د خپل کار د دفتر پر لورې روان وو.

د زابل ولایت روغتیايي چارواکیو ویلي دي چې پدې برید کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او د عطاءجان حقبیان په ګډون ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.


پيوندونه: #چاودنه , #زابل

اړوند خبرونه