د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ایران پر سفارت راکټ لګیدلی دی.

په کابل کې د ایران په سفارت هم راکټ لګیدلی دی

1531631
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ایران پر سفارت راکټ لګیدلی دی.

 

په کابل کې د ایران سفارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن خالي د لیندۍ د میاشتې لومړۍ نیټه د سهار په ساعتونو کې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت دننه یو راکټ لګیدلی دی.

راکټ د سفارت اصلي ودانۍ ، شیشو او تاسیساتو ته زیانونه اړولي خو د نیکه مرغه چې ځانی زیانونه يي ندي رامنځته کړي.

په بیان کې راغلي دي چې د سفارت ټول کارکوونکي روغ جوړ دي او هیچا ته هیڅډول زیان ندی رسیدلی.

د ویلو ده چې نن د سهار د ۸ بجو او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د ښار په مختلفو سیمو ۱۴ راکټي بریدونه وشو چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

راکټونه د ښار په مرکزي او شمالي برخو کې لګیدلي دي.

د نوموړو راکټي برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی. طالبانو هم پدې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

همداشان د کابل پولیسو هغه موټر چې راکټونو توغولو دستګاه پکې بار وه  موندلی دی.



اړوند خبرونه