د افغانستان د هلمند په ولایت کې چاودنه شوې ده .
په هلمند کې چاودنه شوې
1531241
د هلمند ولایت په مرکز لښګرګاه ښار کې چاودنه شوې ده .
د هلمند ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې چاودنه د لښګرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده .
د چاودنې د ډول په اړه ضد او نقیص راپورونه خپاره شوي دي.
ځینو مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په یو بایسکل کې د ځای په ځای شوي بم په نتیجه کې رامځته شوې ده خو ځینو نورو بیا ویلي دي چې چاودنه د ملکي وګړو پر موټر د نخلول شوي چسپکي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
په چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او درې تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د برید هدف معلوم ندی.