د افغانستان په کندهار ولایت کې طالبانو ته د ستر ګوزار ورکولو نه خبر ورکړی دی.

په کندهار او هلمند کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي

1519638
د افغانستان په کندهار ولایت کې طالبانو ته د ستر ګوزار ورکولو نه خبر ورکړی دی.

 

د کندهار په ولایت کې پر طالبانو د هوايي او مځکنیو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي دي.

د کندهار سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د ارغنداب او ژړي په ولسوالیو کې پر طالبانو په ترسره شوو هوايي او مځکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار په ارغنداب او ژړي په ولسوالیو کې  په هوايي بریدونو کې ۹۱ طالبان مړه او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان په یادو شوو ولسوالیو کې په مځکنیو عملیاتو کې بیا ۲۴ تنه طالبان وژل شوي دي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د هلمند په ولایت کې هم د طالبانو د سرې قطعې د یو تن مشرانو نه د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې د طالبانو د سرې قطعې یو تن مشر د ګن شمیر طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.



اړوند خبرونه