په هلمند کې د افغان ځواکونو اړوند دوه چورلکې په هوا کې سره جنګیدلي دي

د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې د افغان پوځ  اړوند دوه چورلکې په هوا کې سره جنګیدلي دي.

1508502
په هلمند کې د افغان ځواکونو اړوند دوه چورلکې په هوا کې سره جنګیدلي دي

د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې د افغان پوځ  اړوند دوه چورلکې په هوا کې سره جنګیدلي دي.

د هلمند ولایت ځايي مقاماتو د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  چورلکې د ناوې په ولسوالۍ کې  د کیناستو پر مهال سره جنګیدلي دي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ  ځايي مقاماتو پدې پيښه کې د ۱۵ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

د بله پلوه د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک خبري نن چارشنبه د اکتوبر ۱۴ مه خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه د افغان ځواکونو دوه چورلکې چې د ټپیانو د انتقال په خاطر راغلې وې  په هوا کې د یو بل سره جنګیدلي دي. هغه ویلي دي چې چورلکو د کیناستو پر مهال د یو بل سره جنګیدلي دي.

ویاند د ځاني تلفاتو په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .

هغه ویلي دي چې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات به وروسته شریک کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې تیره شپه په ۱ بجه او ۱۵ دقیقو د ناوې پر ولسوالۍ کې دوه مي ۱۷ چورلکو د کیناستو پر مهال د یو بل سره جنګیدلي دي چې په نتیجه کې ۹ تنو  ژوند د لاسه ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د پیښې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو دوه ورځې مخکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار د درې خواوو ډله ایز بریدونه پيل کړل چې په نتیجه کې ځینې سیمې ونیولې. افغانستان ځواکونو په لښکرګاه ښار کې پراخه تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

همداشان په سیمه کې اوس هم قوي نښتې دوام لري.



اړوند خبرونه