تیره میاشت په کابل کې پر امرالله صالح د ترسره شووي برید عاملین ونیول شول
د افغانستان د ولسمشر په لومړي مرستیال صالح د ترسره شوي برید عاملین ونیول شول
1506518
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د ولسمشر په لومړي مرستیال امر الله صالح د برید پلان جوړونکي او فاعلین ونیول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح باندې د ترسره شوي برید په تړاو ۱۰ تنه نیولي دي.
ملي امنیت ریاست نوموړي کسان پر امرالله صالح د ترسره شوي برید عاملان بللي دي.
د یادولو وړ ده نږدې یوه میاشت مخکې د پلازمینې کابل د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د تایمي په څلور لاري کې د امرالله صالح د موټرو پر کاروان برید وشو چې ښاغلی صالح ترینه روغ رمټ وژغورل شو.
پدې برید کې ۲۵ تنو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه نه وه اخیستې.
د افغانستان ملي امنیت هم د نیول شوو کسانو په اړه ډیر زیات جزیات ندي ورکړي.