په بغلان کې چاودنه شوې

د بغلان د امنیې قومندانۍ ترڅنګ چاودنه شوې

1502675
په بغلان کې چاودنه شوې

 د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې   د امنیې قومندانۍ ترڅنګ چاودنه شوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه د سړک په غاړه.د ځای په خای  شوي‌ ماین  د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت خبري رسنیو ته ویلي‌ دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د امنیې قومندانۍ ترڅنګ چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د امنیې قومندانۍ ترڅنګ د طالبانو لخوا  ماین ځای په ځای شوی وو چې د چاودنې په نتیجه کې دوه تنه ټپیان شوي‌ دي. 


پيوندونه: #چاودنه , #بغلان

اړوند خبرونه