د افغانستان د ولسمشر په مرستیال ناکامه برید وشو

د امر الله صالح د موټر پر کتار چاودنه وشوه

1487265
د افغانستان د ولسمشر په مرستیال ناکامه برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې یوه ډیره زوروره چاودنه شوې ده .

په کابل کې زمونږ همکار ویلي دي چې چاودنه د تایمني څلور لارې ته نږدې شوې ده . 

د کابل پولیسو هم د چاودنې پخلی کړی دی.

د بله پلوه د افغانستان د ولسمشر د لومړي‌ مرستیال امر الله صالح  د رسنیو دفتر ویلي دي‌ چې دا چاودنه په ښاغلي‌ صالح شوې وه چې هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی.

په برید کې هغه ته هیڅډول زیان ندی رسیدلی.

ویل کیږي‌ چاودنه د هغه په تعقیبي موټر شوې ده . 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې ددې پيښې دوه تنه مړي‌ او ۱۲ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

د ویلو ده چې د چاودنې سیمې ته نږدې د ګازو دوکانونو هم شتون درلود چې د چاودنې سره پدې دوکانونو کې هم چاودنه رامنځته شوې ده.

ځینو برخو  ویلي وو چې دا چاودنه د ګازو د بالون د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده خو د ولسمشر د لومړي‌ مرستیال دفتر بیا ویلي دي چې دا چاودنه په ښاغلي‌ صالح شوې وه چې هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی. 

د امرالله صالح ویاند خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې د هیواد قسم خوړولو دښمنانو نن یو ځل بیا د ولسمشر په لومړي‌ مرستیال ښاغلي صالح د برید هڅه وکړه چې د الله په فضل ددوې دا شوم برید او هڅه  ناکامه شوه. ښاغلی صالح د برید نه روغ رمټ وتلی دی.

د ویلو ده چې ددېنه وړاندې هم د ښاغلي‌ امر الله صالح په دفتر ډله ایز برید شوی وو چې هغه ترینه روم رمټ وتلی وو. 



اړوند خبرونه