د افغانستان د ولسمشر په لومړي‌ مرستیال ځانمرګی برید شوی

د افغانستان د ولسمشر په لومړي‌ مرستیال امرالله صالح ځانمرګی برید وشو.

1487388
د افغانستان د ولسمشر په لومړي‌ مرستیال ځانمرګی برید شوی

 

په کابل کې زمونږ همکار ویلي دي چې دا برید  د کابل د څلورمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې  د تایمني څلور لارې ته نږدې شوې ده . 

د کابل پولیسو هم د چاودنې پخلی کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي‌ چې نن د سهار د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د څلورمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د ولسمشر د لومړي‌ مرستیال د موټرو د کتار د تیریدو پر مهال ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې لس تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي‌ مرستیال امر الله صالح د برید نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌  تصویري پیغام کې ویلي دي‌ په کامله توګه ښه دی او ددې برید نه روغ رمټ وتلی دی. هغه وویل چې د تایمي په څلور لاره کې د هغه د موټر د تیریدو پر مهال چاودنه وشوه. د چاودنې پر مهال د هغه مشر زوی هم ورسره وو. په چاودنه کې په ډیر سرسري توګه ټپی شوی دی. مخ يي لږ سوی دی او لاس يي لږ خوږ شوی دی. هغه ویلي دي چې پدې برید کې ځیني‌ ساتونکي‌ټپیان شوي‌ دي‌چې د ملي امنیت په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي. هغه په سیمه کې د ټولو خلکو نه چې پر دې د چاودنې له امله ورته ځاني‌ او مالي‌زیانونه اوښتي‌ دي بښنه غوښتې ده او ویلي دي‌ چې مبارزې ته به دوام وکړي. 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ په امر الله صالح ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي دي چې دا ډول بریدونه زمونږ اراده ضعیفولی نشي.هغه ویلي دي‌چې د ترهګرو پر خلاف زمونږ مبارزه دوام لري.

 

د بله پلوه د افغانستان د ولسمشر د لومړي‌ مرستیال امر الله صالح  د رسنیو دفتر ویلي دي‌ چې دا چاودنه په ښاغلي‌ صالح شوې وه چې هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی.

په برید کې هغه ته هیڅډول زیان ندی رسیدلی.

ویل کیږي‌ چاودنه د هغه په تعقیبي موټر شوې ده . 

د ویلو ده چې د چاودنې سیمې ته نږدې د ګازو دوکانونو هم شتون درلود چې د چاودنې سره پدې دوکانونو کې هم چاودنه رامنځته شوې ده.

ځینو برخو  ویلي وو چې دا چاودنه د ګازو د بالون د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده خو د ولسمشر د لومړي‌ مرستیال دفتر بیا ویلي دي چې دا چاودنه په ښاغلي‌ صالح شوې وه چې هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی. 

د امرالله صالح ویاند خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې د هیواد قسم خوړولو دښمنانو نن یو ځل بیا د ولسمشر په لومړي‌ مرستیال ښاغلي صالح د برید هڅه وکړه چې د الله په فضل ددوې دا شوم برید او هڅه  ناکامه شوه. ښاغلی صالح د برید نه روغ رمټ وتلی دی.

د ویلو ده چې ددېنه وړاندې هم د ښاغلي‌ امر الله صالح په دفتر ډله ایز برید شوی وو چې هغه ترینه روم رمټ وتلی وو.



اړوند خبرونه