افغانستان په کاپیسا او لغمان ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي.
په بغلان کې چاودنه شوې
د کاپیسا ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې تیره شپه طالبانو د تګاب په ولسوالۍ کې په ولسي پاڅونوالو برید کړی چې وروسته نښته پیل شوې ده.
د نښتې په نتیجه کې دوه تنه پاڅون او یو تن ملکي وګړی مړ او دوه تنه طالب اورپکي هم له منځه وړل شوي دي.
د بله پلوه د په لغمان ولایت کې هم طالبانو تیره شپه د پولیسو پر پوستو برید کړی دی.
د لغمان ولایت د والي ویاند اسدالله دولت زي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د عليشنګ په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې یو تن پولیس مړ او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې برید د علي شنګ ولسوالۍ د کوټالۍ په سیمه کې شوی دی.
د بله پلوه نن د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هم د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند جاوید بشارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې په پلخمري ښار کې د یو تن جنايي پولیس پر موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې هغه ټپي شوی دی.