د افغانستان په یو زیات شمیر ولایتونو کې سیلاونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیلاونو د پروان سربیره په کاپیسا او پنجشیر کې هم مرګ ژوبله رامنځته کړې ده
د افغانستان د پروان سربیره کاپیسا او پنجشیر په ولایتونو کې هم د شدیدو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د افغانستان د پروان ولایت ځايي چارواکیو ویلي دي چې پدې هیواد کې د سیلاونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۱۰۰ تنو او ټپیانو شمیره ۱۱۰ تنو ته لوړه شوې ده .
په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري. د بله پلوه په کاپیسا ولایت کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کوهستان، کوهبند او مرکز نجراب کې د ډیرو شدیدو بازارنونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله لس تنه مړه او لسو تنه نور ټپيان شوي دي. هغه ویلي دي چې سیلاونو د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.
په کاپیسا ولایت کې د سیلاونو په نتیجه کې د یو زیات شمیر کورونو د ویجاړیدو سربیره په سلګونو جریبه کرنیزې مځکې د اوبو لاندې شوي دي.
همدشان په پنجشیر ولایت کې هم بارانونو له کبله د راوتلو سیلاونو په نتیجه کې پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر کسان ټپيان شوي دي.
همداشان په پنجشیر کې هم سیلاونو مالي زیانونه رامنځته کړي دي.
د افغانستان پيښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي دي چې د پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردک، پنجشیر، ننګرهار، لوګر، پکتیا ، پکتیکا، نورستان ، لغمان او خوست په ولایتونو کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له کبله ۱۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان څه باندې ۱۵۰۰ کورونه تخریب شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په پروان ولایت کې سیلاونو نږدې ۳۰۰ کورونه تخریب کړي دي.
سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې کیدای شي د مړو او ټپیانو په شمیره کې بدلون راشي.