په بلخمري ښار کې چاودنه شوې

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې

1475523
په بلخمري ښار کې چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې ده.

د بغلان ځايي مقاماتو ویلي دي چې ددې ولایت په مرکز پلخمري‌ ښار کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د بغلان د والي‌ ویاند نذیر نجم خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه نن چار شنبه د اګست ۱۹مه  د سهار په لسو بجو په پلخمري‌ ښار کې چاودنه وشوه.

چاودنه د ملي‌ امنیت د منسوبیو پر موټر شوې ده .

پدې چاودنه کې دوه تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي‌ دي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه