په بغلان کې په پخواني ولایتي شورا رئیس برید شوی
د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت د ولایتي شورا پر پخواني رئیس د طالبانو لخوا برید شوی دی.
1467527
د بغلان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې د ولایتي شورا پر پخواني رئیس برید وکړ. په برید کې هغه ته زیان ندی اوښتی خو د هغه سره ملو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
همداشان د برید نه وروسته د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته هم شوې ده. پدې نښته کې هم ګن شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
یوې بلې سرچینې ویلي دي چې پدې برید او نښته کې د ولایتي شورا رئیس ته ځاني زیان ندی اوښتی خو ۱۲ تنو نورو ژوند د لاسه ورکړی دی.
برید د چشمې شیر په سیمه کې شوی دی.