په بغلان کې چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې چاودنه شوې .
1458643
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې نن سې شنبه د جولای ۲۳ مه د سهار په ساعتونو کې د بغلان ښار په لومړنۍ ناحیه کې چاودنه شوې ده.
په چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او یو تن بل د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
ویل کیږي چاودنه د یوې سیمه ایز راډیو تر څنګ رامنځته شوې ده.
همداشان پدې سیمه کې د یاد شوي ولایت د امنیې قومندانۍ د غوښو قراردادي هم شتون لري.
په چاودنه کې د راډیو دفتر ته هم د پام زیانونه اوښتي دي.