په کندوز کې پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه شوي
په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې
د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کندوز ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو تیره شپه په یاد شوي ولایت کې د افغان ځواکونو په څو جلا جلا امنیتي پوستو بریدونه کړي.
طالبانو تیره شپه د یوې بجې په شاوخوا کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پيل کړل چې وروسته افغان ځواکونه د مرستې غوښتنه وکړه.
په بریدونو او رامنځته شوې نښته کې ۱۳ تنه افغان سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی چې ۴ تنه يي ملي اردو سرتیري او ۹ تنه يي پولیس دي.
همداشان پدې نښته کې ۱۰ تنه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پدې نښته کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني تلفات اوښتي دي.
د ویلو ده چې د کندوز ولایت ولایتي شورا هم د بریدونو او نښتو او افغان ځواکونو ته د اوښتو ځاني تلفاتو پخلی کړی دی.