په بغلان ولایت کې پر امنیتي‌ ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې ده .

1448302
په بغلان ولایت کې پر امنیتي‌ ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې

 

د بغلان ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر خونړۍ چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۲ تنه سرتیري مړه او د نهرین ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند جاوید بشارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه نن سهار رامنځته شوه. هغه پدې پيښه کې د مړو او ټپیانو دقیقه شمیره نده اعلان کړې .

د بله پلوه د نهرین ولسوالۍ ولسوال بیا خبريرسنیو ته ویلي دي‌ چې دا پيښه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده. هغه ویلي دي چې پیښه د اره کش په سیمه کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او د نهرین د امنیې قومندان په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.



اړوند خبرونه