په بغلان کې په دوو جلا جلا بریدونو کې ګڼ شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د طالبانو په دوو جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه سیمه ایزو او ملي پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
طالبانو لومړی تیره شپه ګذ صفکان په سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو په یوې پوستې برید کړی چې په نتیجه کې لږ تر لږه لسو تنو سیمه ایزو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بغلان د پولیسو ویاند جاود بشارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د سیمه ایزو پولیسو په یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې لس تنه سیمه یز پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته رامنځته شوې نښته کې طالبانو ته هم ځاني زیان اوښتی دی. ویاند ویلي دي چې طالبانو دا برید د لایزي وسلو سره کړی دی.
د بله پلوه طالبانو تیره شپه د نهرین پر ولسوالۍ هم ډله ایز برید کړی دی.
د بغلان ولایت نه د ترلاسه شوي خبر له مخې طالبانو تیره شپه د نهرین په ولسوالۍ برید کړی وو چې د ولسوالۍ تر پنځوس مترۍ رانږدې شوي وو.
پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
همداشان افغان ځواکونو د طالبانو برید په شا تنبولی دی.
د نهرین ولسوالۍ ځايي مقاماتو ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د یوې بجې په شاوخوا کې برید پيل کړ چې د امنیتي ځواکونو د سخت غبرګون او مقامت سره مخ شول.
پدې برید کې سیمې ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.