د پکتیا په مرکزي‌ زندان کې د نښتې له امله دوه تنه پولیس وژل شوي

د افغانستان د پکتیا ولایت په زندان کې طالب زندانیانو  په پاڅون او عصیان لاندې پورې کړی چې تر کنټرول لاندې راغلی دی.

1396160
د پکتیا په مرکزي‌ زندان کې د نښتې له امله دوه تنه پولیس وژل شوي

 

د پکتیا ولایت د والي‌ ویاند عبدالله حسرت خبري رسنیو ته وویل چې طالب زندانیانو په مرکزي‌ زندان کې د پاڅون او عصیان په رامنځته کولو سره غوښتل چې د زندان نه وتښتي چې د امنیتي‌ ځواکونو لخوا مخه نیول شوې او حالات تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي.

د بله پلوه د پکتیا ولایت د مرکزي‌ روغتون مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې ددې پیښې درې تنه يي روغتون راوړي‌ چې یو تن يي ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه نور يي‌ ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې نن شپه د ۸ نیمو بجو په شاوخوا کې طالب زندانیانو چې غوښتل په مرکزي‌ زندان کې د غواغا په رامنځته کولو سره د زندان نه وتښتي‌ خو پلان يي د امنیتي‌ ځواکونو لخوا شنډ کړی شو.

د زندانیانو په پاڅون او عصیان کې دوه تنه پولیس مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي. همداشان دوه تنه زندانیان هم ټپیان شوي‌ دي.

په مرکزي‌ زندان کې وضعیت تر کنټرول لاندې نیول شوی دی.



اړوند خبرونه