د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې چاودنه شوې.
بغلان کې چاودنه شوې
1386724
چاودنه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د موټر سایکل پر مټ شوې ده. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې د یو ماشوم په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې په موټر سایکل سپور کس هم شتون لري.
دا لا معلومه نده چې ددې چاودنې هدف څوک وو او چاودنه د چا لخوا شوې ده.