خلیلزاد : د طالبانو سره د سولې د بهیر د کامیابیدو په خاطر باید ټول په ګډه کار وکړو.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د طالبانو سره د سولې د بهیر د کامیابیدو په خاطر باید ټول په ګډه کار وکړو.
1360756
هغه ویلي دي چې د افغانستان د ۴۰ کلنۍ جګړې د پایته رسیدو او په هیواد کې د استقرار د ټینګښت په خاطر یو ډير ښه فرصت برابر شوی دی. ددې فرصت نه باید پّ ډیره ښه توګه استفاده وشي. د طالبانو سره د سولې د بهیر د کامیابیدو په خاطر باید ټول په ګډه کار وکړو.
خلیلزاد ویلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځه هم د مخامخو مذاکراتو پیلیدو لپاره تیاري ګانې دوام لري. ددې بهیر نه باید هیڅوک ناوړه ګټه اوچته نکړي.
د ویلو ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځه روان د سولې مذاکرات پایته ورسیدل. تمه کیږي چې په نږدې ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځه نهايي تړون لاسلیک شي.
د افغانستان د دولت مخالف طالبان نن ورځ د هیواد په یو زیات شیمر برخو حاکمیت لري. د افغانستان حکومت په کراتو د طالبانو سره د مخامخو مذاکراتو د پیلولو هڅه وکړه خو کومه نتیجه يي ورنکړه.