په بغلان ولایت کې پر پولیسو خونړی برید شوی
طالبانو په بغلان کې تر لسو تنو ډیر پولیس وژلي
1348444
د افغانستان په شمال کې د طالبانو لخوا د پولیسو په یوې پوستې د برید په نتیجه کې تر لسو تنو ډير افغان پولیس وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو د بغلان سمنګان ولایتونو د لویې لارې د امنیت د ساتوونکو د پولیسو پر پوستې برید کړی دی.
د ویلو ده چې پدې برید کې د وژل شوو پولیسو دقیقه شمیره معلومه نده. ځینې سرچینې پدې برید کې د لسو تنو پولیسو د وژل کیدو، ځینې د ۱۵ او ځینې بیا د ۱۸ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکوي.
ویل کیږي پدې برید کې ۴ تنه پولیس ټپيان شوي دي.
پیښه د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار د خواجه الوان په سیمه کې رامنځته شوې ده .