د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت کې یو جګپوړی قاضي ووژل شو.
د فاریاب ولایت د استیناف محکمې د جزا د دیوان رئیس ووژل شو
د فاریاب ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د یاد شوي ولایت د استیناف محکمې د جزا د دیوان رئیس د ناپیژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې د فاریاب ولایت د استیناف محکمې د جزا دیوان قاضي غلام فاروق نن د سهار په ۵ بجو او ۵۰ دقیقو هله ووژل شو چې د جومات نه د راوتو په حال کې وو.
هغه ویلي دي چې ناپیژانده وسله والو یا وسله وال په قاضي فاروق د جومات نه د راوتو په حال کې ډزې کړي دي.
قاضي فاروق پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ او برید کوونکي د پيښې د ځای نه تښتیدلي دي.
ویاند ویلي دي چې پولیسو د نوموړي برید په اړه تحقیقات پيل کړي دي. د فاریاب ولایت اوسیدونکي د دا ډول هدفي وژنو نه سر ټکوي.
هغوې وايي چې په میمنې ښار کې په میاشت کې یو ځل خامخا دا ډول پيښې رامنځته کیږي.