د سیاسي چارو شننونکی وحید مژده ووژل شو
په کابل کې پیژندل شوی د سیاسي چارو شننونکی وحید مژده ووژل شو.
1309720
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د هیواد د سیاسي چارو پیژندل شوی شننونکی وحید مژده د نامعلولو وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.
هغه ویلي دي چې وحید مژده هله ووژل شو چې د لمانځه د ادا کولو په خاطر د جومات پر لورې روان وو.
په مژده د دوو تنو موټر سایکل سپرو لخوا وسله وال برید شوی دی .
د پيښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.