د افغانستان په زابل ولایت کې چاودنه شوې.
زابل کې د ملکي وګړو پر موټر ځانمرګی برید وشو
1297151
د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې میزان ولسوالۍ د میړانو په سیمه کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پیښه په لویه لاره کې د یو ماین د چاودنې په پایله کې رامنځته شوه.
پدې پیښه کې یوې میرمنې هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې نوموړی موټر د قلات ښار نه د ښار د مرکزي سیمو پر لورې روان وو چې په لویه لاره کې په ځای په ځای شوی ماین وخوت.