ناټو ځواکونو جنګي الوتکو په لوګر کې په ملکي استوګنځایونو برید کړی
په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا په خطايي کې پر ملکي وګړو برید وکړ.
1258333
د افغانستان د لوګر ولایت د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ویلي دي چې د ناټو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د طالبانو پر خلاف د علمیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت د بابوس په کلي کې د ملکي وګړو په کورونو بمبار کړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بله پلوه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملکي وګړو د ناټو د ځواکونو هوايي برید په کلکه ټکو غندلی دی.
ناټو بیا د نوموړي برید په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.