په بغلان کې چاودنه شوې
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې
1247848
د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې چاودنه وشوه.
د پلخمري نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د پولیسو په موټر شوې ده .
ویل کیږي په پلخمري د پولیسو پر موټر هله چاودنه وشوه چې د سړک په غاړه کې په ځای په ځای شوي ماین برابر شو.
پدې پیښه کې د یو تن پولیس د وژل کیدو او ۳ تنو نور د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې امنیتي ځواکونو او عام وګړو ته مخامخ تر ټولو ستر ګواښ ماینونه دي.
امنیتي ځواکونو او عام وګړو ډیری ځاني تلفات د همدې ماینونو له امله دي.