د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه شوې.
په کندهار کې په یو بازار کې چاودنه شوې
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، نن سه شنبه سهار ۸:۳۰ دقيقې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ د ګنج بازار په سیمه کې وسله والو طالبانو د عامو وګړو په منځ کې د موټر سایکل پر مټ چاودنه کړې چې له امله يي د یو ماشوم په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو بیا پدې اړه څه ندي ویلي.
همهاله نن سهار د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د لالا ماما تعمير په سيمه کې د ملي امنیت پر مدير وسله وال بريد شوی، چې نوموړی ترې روغ رمټ وتلی دی.
دې ته ورته د کندهار د ولایت مقام مخې ته په یوه ګلدان کې د ځای پرځای شوي ماین له امله چاودنه رامنځته شوې، چې زیان نه لري.
بلخوا د کندهار امنیه قومندانۍ رسنیو ته ویلي چې، تېره شپه د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په سور بغل سيمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.