په لوګر کې د ملکي وګړو په کورونو هوايي برید شوی
د افغانستان د لوګر پر ولایت کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي برید شوی دی.
1239882
د ویلو ده چې د لوګر ولایت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د کوچیانو د کمپ په سیمه کې پر دوو کورونو هوايي برید شوی دی چې په پایله کې ۸ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
سیمه ایزو چارواکیو هم ددې پيښې پخلی کړی دی.
د بره کي برک ولسوالۍ ولسوال احمد ویس عبدالرحمیزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یادې شوې ولسوالۍ د کوچیانو د کمپ په سیمه کې په دوو کورونو هوايي برید شوی دی چې په پایله کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې په قربانیانو کې ښځې هم شتون لري.