په افغانستان کې د دیني عالمانو د هدفي وژنو په ترڅ کې یو بل مهم دیني عالم هم ووژل شو.
په افغانستان کې د دیني عالمانو هدفي وژنو لړۍ دوام لري
1216904
د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د جومات خطیب او ښوونکی د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نامعلومو کسانو نن د سهار په ساعتونو کې د کوز کونړ د ولسوالۍ خطیب او ښوونکی مولوي صفي الله د کله ټک په سیمه کې په ډزو وواژه.
هغه ویلي دي چې مولوي صفي الله پداسې حال کې ووژل شوو چې د لمانځه نه وروسته د کور پر لورې روان وو.
ویاند په وینا هغه په بې غږه وسلې وژل شوی دی. د ویلو ده چې مولوي صفي الله په افغانستان کې د دیني عالمانو د هدفي وژنو یو بل قرباني دی.