د افغانستان د هرات په ولایت کې د ملي امنیت د ریاست په منځ کې چاودنه شوې ده.
په هرات کې چاودنه شوې
1186752
د هرات ولایت سیمه ایزو چارواکیو د چاودنې پخلی کړی دی.
د هرات ولایت د والي ویاند هم د پیښې پخلی کړی دی.
د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې د ملي امنیت منسوبین د یو موټر چې چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي وو د شنډولو هڅه کوله.
په چاودنه کې د ملي امنیت درې تنو منسوبینو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.