اوزبیکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه مخامخو مذاکراتو کوربه توب ته تیاری وښود
اوزبیکستان غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د مخامخو مذاکراتو کوربه توب وکړي. اوزبیکستان پدې اړه پوره چمتوالی ښودلی دی.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د رسمي لیدونو کتنو په موخه د افغانستان پلازمینې کابل ته سفر کړی دی.
کاملوف د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره ولیدل.
ولسمشر غني د کاملوف سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سیمې د هیوادونو ترمنځه ګډ کار کول او همکاري د سیمې د استقرار او امنیت له پلوه حیاتي ارزښت لري.
هغه د افغانستان د سولې په اړه د اوزبیکستان د هلو ځلو نه مننه وکړه.
همداشان د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو د منلو په صورت کې حاضر دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د مخامخو مذاکراتو کوربه توب وکړي.
کاملوف وویل چې اوزبیکستان د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د روانو هلو ځلو او مذارکراتو نه کلک ملاتړ کوي . ځکه چې ددې هیواد سوله او امنیت د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ډیر زیات اهمیت لري.
هغه وویل هیواد يي غواړي چې د افغانستان سره په اقتصادي، تجاري او ټرانسپورت په برخو کې اړیکې لا پسې غښتلې کړي.
د ویلو ده چې د کاملوف سره پدې سفر کې د اوزبیکستان د ملي امنیت د شورا رئیس ویکتور محمدوف هم ملګرتیا کوي.