د افغانستان یو زیات شمیر سیاستوال په مسکو کې د طالبانو د استازو سره لیدنه کوي
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو زیات شمیر سیاسي ګوندونو استازي او سیاستوال د روسیې په پلازمینه مسکو کې د طالبانو د استازو سره مخامخ لیدنه کوي.
د ویلو ده چې دا لیدنه به د فبروري په ۵ نیټه پيل او دوه ورځې به دوام وکړي. روسیې حکومت ویلي دي ددې غونډې په جوړولو کې دوې کوم رول نلري دا غونډه په روسیه کې د میشتو افغانانو په همکارۍ او هلو ځلو جوړیږي.
د بله پلوه په کابل کې د روسیې سفارت هم ویلي دي چې د روسیې حکومت او بهرنیو چارو وزارت به پدې غونډه کې ګډون ونکړي. دا غونډه په روسیه کې د میشتو افغانانو لخوا جوړیږي.
د ویلو ده چې پدې غونډه کې د افغانستان د حکومت استازي ګډون نکوي. په غونډه کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی او زیات شمیر سیاستوال ګډون وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې پدې غونډه کې به د افغانستان د حکومت په استازیتوب څوک ګډون ونکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې دا غونډه به د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې لومړنی ګام وي.
هغه ویلي دي چې د افغانستان خلک د سولې په خاطر د قاطع ګامونو د اوچتولو تمه او هیله لري.