په کندهار کې ګن شمیر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په کندهار کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځه نښته شوې
1112400
د افغانستان د کندهار په ولایت کې د طالبانو پر خلاف په عملیاتو کې ګن شمیر طالب اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له طالبانو په کندهار ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو پر مهال برید کړی دی چې وروسته نښته وشوه.
پدې نښته کې لږ تر لږه د لسو تنو طالب اورپکو مړي او ترلاسه شوي او پنځه تنه نور ټپیان ژوندي نیول شوي دي.
همداشان پدې نښته کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولایت چارواکیو طالبان د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې هم تورن کړ.
ویل کیږي په یاد شوي ښار کې د طالبانو پر خلاف عملیات دوام لري.