په کابل کې د دیني عالم د وژلو مخه ونیول شوه

په کابل کې د حقاني شبکې دوه تنه غړي چې د یو دیني عالم د وژلو هوډ يي درلود ونیول شول

1099249
په کابل کې د دیني عالم د وژلو مخه ونیول شوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د علماو د شورا د یو تن غړي  د وژلو مخنیوی وشو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  په کابل کې د حقاني شبکې د دوو تنو غړیو  چې  د علماو د شورا د یو تن غړي د وژلو  هوډ يي درلود  د نیولو نه خبر ورکړی دی.

د ملي امنیت د ریاست لخوا پدې اړه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  ددوې د ځانګړي قطعې منسوبینو  په کابل کې د حقاني د شبکې دوه تنه غړي  چې د علماو د شورا د یو تن غړي  د وژلو پلان يي جوړ کړی وو  نیولي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  د کابل د پنځمې ناحیې  د حضرت بلال د جومات ملا امام نورالرحمان د حبیب الرحمان زوی  او د اتمې امنیتي حوزې  د پولیسو یو تن برحاله  افسر عنایت الله د خان شاه زوی  چې د حقاني د شبکې د تن مهم  قومندان  قاري نورآغا مشهور په الماس لخوا  د هیواد د یو تن دیني عالم  د وژلو  په خاطر په دنده ګمارل شوي وو خپل هدف ته د رسیدو نه  مخکې  ونیول شول.

په بیان کې راغلي دي چې  نوموړو  د هیواد د یو تن مهم  دیني عالم د وژنې هوډ درلود  چې  لاس په لاس ونیول شول. په بیان کې  د هغه دیني عالم چې دوی يي د وژلو پلان درلود په اړه څه ندي ویل شوي.

د ویلو ده چې  لنډه موده مخکې هم د کابل د اومې ناحیې په مربوطاتو کې  د کابل د علماو د شورا رئیس  مولوي عبدالبصیر حقاني  خپل کور په لار کې د وسله وال برید په ترڅ کې ووژل شو.

همداشان  څه موده مخکې  په کابل کې  د میلاد النبي  د کلیزې په لمانځغونډې  ځانمرګی برید وشو چې په ترڅ کې  تر ۵۰ ډیر دیني عالمان  ووژل شول.

په بیان کې راغلي دي چې نیول شوو کسانو په خپل جرم  اعتراف کړی دی.



اړوند خبرونه