د امرالله صالح په کور ډله ايز بريد شوی
د افغانستان د ملي امنيت د رياست په پخوانيو رئيسانو ناکام بريد شوی
1096938
د افغانستان د ملي امنيت د رياست په دوو پخوانيو رئيسانو بريد شوی.
د افغانستان د ملي امنيت رياست پخواني رئيس رحمت الله نبيل د ټولنيزې مډيا له لارې په کړو څرګندونو کې ويلي دي چې نن د ملي امنيت د پخواني رئيس امرالله صالح په کور کې ميلمه وو چې په کور ډله ايز بريد وشو.
نبيل ويلي دي چې بريد کوونکي د ښاغلي صالح د ساتوونکو لخوا په شاتنبول شوي دي .
هغه ويلي دي چې بريد د درې تنو بريد کوونکو لخوا شوی وو .
هغه ويلي دي چې پدې بريد کې دوي ته هيڅ ډول زيان ندی اوښتی او روغ رمټ دي.
د بريد مسئوليت چا په غاړه ندی اخيستی.
د يادولو وړ ده چې دا بريد پداسې حال کې کيږي چې نن د ماسخوتن په ساعتونو کې په کابل کې په يو خصوصي امنيتي شرکت په روزنيز کمپ ډله ايز بريد وشو.