په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې مهم ډله ونیول شوه

د افغانستان  د ملي امنیت ریاست په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې  ۲۶ کسیزې ډلې  د نیولو نه خبر ورکړی دی.

1051631
په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې مهم  ډله ونیول شوه

 

د ملي امنیت ریاست  ویلي دي چې  ددوې منسوبینو  په پلازمینه کابل کې  د داعش ترهګرې ډلې  یوه ۲۶ کسیزه  ډله  د ډلسمشر سره  یو ځای  نیولې ده.

ملي امنیت ویلي دي چې  دا کسان  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې  نیول شوي دي.

ویل کیږي نوموړو ترهګرو  د عاشورا پر ورځو کې  په کابل کې  د سترو خونړیو  بریدونو پلان  درلود.

ملي امنیت ویلي دي چې  د عبدالله په نامه د یادې شوې ډلې  دلسمشر  هم  نیول شوی دی.

ترهګرو په لومړنیو څیړونو کې ویلي دي چې د عاشورا په ورځو کې  په کابل کې  په شیعه ماتم لرونکو  د بریدونو هوډ  درلود.

د یادولو وړ ده چې  داعش ترهګرې ډلې  د تیرې یوې میاشتې په دننه کې په کابل کې ډیر ستر قتل عامونه وکړل.

داعش ترهګړې ډلې  لومړی په کابل کې  په یو روزنیز مرکز  خونړی  برید وکړ چې په پایله کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

همداشان  لنډه موده وروسته  يي  د دشت برچي په سیمه کې  په یو سپورتي  کلپ ځانمرګی برید وکړ چې له کبله يي  ستر قتل عام  رامنځته شو.

داعش  غوښتل چې د عاشورا پر ورځو کې  یو ځل بیا په کابل  په وینو  ولړي  چې  له نیکه  مرغه يي  د امنیتي ځواکونو لخوا مخه ونیول شوه.



اړوند خبرونه