په بدخشان کې د طالبانو مهم مشر ووژل

په بدخشان کې د طالبانو مشرتابه ووژل شو

1045696
په بدخشان کې د طالبانو مهم مشر ووژل

 دافغانستان په شمال کې د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو پوځي مسئول د ګن شمير طالبانو سره یو ځای ووژل شو. 

په شمال کې د  ۲۰۹ شاهين قول اردو په يو بيان کې ويلي دي چې د بدخشان لپاره د طالبانو د پوځي کميسيون مسئول مولوي حميدالله د خپلو شپږو تنو ملګرو سره يوځای وژل شوي دي. 

په بيان کې راغلي دي چې مولوي حميد د بدخشان ولايت د ا رګو ولسوالۍ د ده مګسي په سيمه کې په ځانګړو عملياتو کې وژل شوي دي. 

په بيان کې راغلي دي چې پدې عملياتو کې څو تنه طالبان ټپيان شوي دي او په سيمه کې عمليات دوام لري.



اړوند خبرونه