په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې ۴ تنه مهم غړي نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې د ۴ تنو مهمو غړیو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
1039781
ملي امنیت ریاست د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددوې ځانګړو ځواکونو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې ۴ تنه مهم غړي د خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
په بیان کې راغلي دي چې نیول شوي کسان شفیع الله ، محمد رحیم، منصورالدین او جاوید نومیږي چې په کابل کې د ټکسي چلوونکو په جامه کې د داعش ترهګرې ډلې لپاره د جلب او جذب دنده پر مخ وړه.
دا کسان د کابل د قرغې په سیمه کې نیول شوي دي. دا کسان په نورو ولایتونو کې هم د داعش ترهګرو لپاره د وسلو او چاودیدونکو توکو د برابرولو دنده درلوده.