طالبانو په تخار کې د ای خانم پر بندر برید کړی
د افغانستان په شمال کې د تخار په ولایت کې طالبانو د ای خان د بندر د سرحدي پولیسو پر مرکز وسله وال برید کړی دی.
1030913
د تخار ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د یوې بجې په شاوخوا کې د آی خانم د بندر د سرحدي پولیسو په مرکز برید وکړ.
د هغه په وینا پدې برید کې ۱۲ تنه سرحدي پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې طالبانو د ای خانم د بندر د ګمرک ودانۍ هم سوځولې ده .
همداشان طالبانو د یادې شوې پوستې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.