په سروبي کې د ملي اردو د چورلکې د بیړنۍ ناستې له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړ
د افغانستان د ملي پوځ یوې چورلکې په سروبي ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه.
1024663
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې ددوې یوې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله د سروبي ولسوالۍ د برښنا بند په سیمه کې د مومندو په کلي کې بیړنۍ ناسته کړې چې له امله يي د چورلکې یو تن عمله سخت ټپي شوی وو چې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا پیښه پرون د مازیګر په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
د پيښې نه وروسته د تخنیکي ستونزې د تثبیت په خاطر یوه تخنیکي ډله سیمې ته استول شوې ده .
د پيښې په اړه تحقیقات هم پيل شوي دي.