د افغانستان په پلازمینه کابل کې درې تنه بهرني وګړي ووژل شول.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې وژل شوي بهرني وګړي نن سهار د کابل د نهمې حوزې د مربوطاتو نه تښتول شوي وو.
1024514
د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې وژل شوي بهرني وګړي نن د سهار په ساعتونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا د کابل د نهمې حوزې سیمې نه تښتول شوي وو .
پولیسو ویلي دي چې د وژل شوو بهرنیو وګړو مړي د تښتولو نه څو ساعته وروسته د کابل د موسهي په ولسوالۍ کې موندل شوي دي.
د پولیسو په وینا وژل شوي بهرنیان د هند، مالیزیا او مقدونیا وګړي دي.
پولیسو ویلي دي چې نوموړو بهرنیانو په کابل کې د یو لوژیستکي شرکت لپاره کار کولو.
پولیسو د پیښې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې خو ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د نوموړو بهرنیانو د وژلو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.