په جلال آباد کې د کډوالو د چارو پر ریاست برید پایته ورسید
د افغانستان په ختيځ کې په ننګرهار ولایت کې د کډوالو او بیرت راستنیدونکو په ریاست ډله ایز برید د ټولو برید کوونکو په وژل کیدو سره پایته ورسید.
1023409
د ویلو ده چې نن د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې یوې ډلې ترهګرو جلال آباد د دریمې ناحیې په مربوطاتو کې د کډوالو چارو او بیرته راستنیدونکو د چارو پر ریاست ډله ایز برید وکړ.
برید پداسې حال کې وشو چې په یاد ریاست کې د همکارو ادارو غونډه روانه وه.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاني د بیان په خپرولو سره ویلي وو چې د برید نه وروسته امنیتي ځواکونه سمدلاسه سیمه ته ورسیدل او د یاد شوي ریاست د رئیس او کارکوونکي په خونډي توګه ژغورلي دي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا مسئولینو پدې پیښه کې ۶ تنو د وژل کیدو او ۱۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی
د بله پلوه د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې برید د دوو تنو بریدګرو لخوا شوی وو چې دواړه له خپو غورځول شوي دي.
د ویلو ده چې نښتې څه باندې پنځه ساعته دوام وکړ.