د ننګرهار د کډوالو د چارو پر ریاست ډله ایز برید شوی
په ننګرهار ولایت کې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو د چارو په ریاست او دولتي روغتون ترڅیرمه درنده چاودنه وشوه.
وسله والو د چاودنې نه وروسته د کډوالو چارو په ریاست ډله ایز برید کړی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د کډوالو چارو ریاست وسله وال ننوتي او نښته دوام لري.
د ننګرهار ځايي مقاماتو د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې پیښه په ځايي وخت د ۱۱ نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو نن غرمه د څه کم دولس بجو په شاوخوا کې د کډوالو د چارو او بیرته ستنیدونکو د ریاست په ودانۍ برید وکړ. د برید کوونکو نه یو لومړی ځان وچولو او وروسته نور ودانۍ ته ننوتل. وسله وال د هغه ځای نه د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل دي.
د بله پلوه د ننګرهار یو تن بل چارواکي ذبیح الله زمري خبري رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې درنده جګړه روانه ده او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د یادولو وړ ده چې تیره شپه هم د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د کابل کمپ په سیمه کې په ځايي قومي مشر حاجي حیات خان ځانمرګی برید وشو چې له امله يي حاجي حیات او ۳ تنو خپلوانو يي ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان دوه ورځې مخکې په جلال آباد ښار کې د قابله ګانو د روزنې په یو مرکز برید شوی وو.