په ننګرهار ولایت کې داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

په ننګرهار ولایت کې داعش پر خلاف هوايي او مځکنې عملیات ترسره شول

1000739
په ننګرهار ولایت کې داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

په ننګرهار ولایت کې داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې  د بریدونو  درې  مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د ملي امنیت  ځواکونو  د د نازیانو ولسوالۍ د بارخیلو په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف په عملیاتو کې  درې د بریدونو د تنظیم  مرکزونه  له منځه وړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې  د دوو تنو بهرنیو داعشي ترهګرو په ګډون  ۴ تنه داعشیان وژل شوي  او ځینې ژوندي نیول شوي دي.

په عملیاتو کې  د داعش اړوند ګن شمیر وسلې او مهمات د ملي امنیت ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.

د بله پلوه  په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې په ځینو پټنځایونو  درانده هوايي بریدونه هم  شوي دي چې په ترڅ کې  ګن شمیر داعشیان له منځه وړ شوي دي.



اړوند خبرونه