په ننګرهار کې د پوهنې په ریاست  ډله ایز برید وشو.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د پوهنې په ریاست  ډله ایز برید وشو.

989894
په ننګرهار کې د پوهنې په ریاست  ډله ایز برید وشو.

په ننګرهار کې د پوهنې په ریاست  ډله ایز برید وشو.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د پوهنې په ریاست  ډله ایز برید وشو.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  نن  سهار په ځايي وخت  د لسو بجو په شاوخوا کې  یوې څلور کسیزې  ډلې  د پوهنې په ریاست  ډله ایز برید وکړ.

د ننګرهار ولایت  د رسنیو د دفتر لخوا د پیښې په اړه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې  د پوهنې ریاست او طب پوهنځي ترڅیرمه دوه ځانمرګي برید شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې لومړی  یو تن  ځانمرګي ځان ولوزو  او وروسته  نښته پيل شوه. وروسته  بل ځانمرګی برید کوونکی  چې  د امنیتي ځواکونو لخوا  ویشتل شوی وو  ځان  وچولو. دریم  برید کوونکي چې غوښتل  د طب پوهنځي ته  ننوځي د امنیتي ځواکونو لخوا د ویشتل کیدو نه وروسته  ځان وچولو.

د ننګرهار ولایت د پوهنۍ  ریس  اصف شینواري  د پیښې پخلی کړی دی  او ویلي دي چې  برید د ټولو د برید کوونکو په وژلو سره پایته رسیدلی دی.

په بیان  کې راغلي دي چې  پدې پيښو کې  ځان زیانونونه اوښتي دي خو دقیقه شمیره يي لا تر اوسه پورې معلومه نده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریس نجیب الله کامه وال خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پيښې لس تنه  ټپیان روغتون ته راانتقال شوي دي.

همداشان د ننګرهار د والي ویاند هم  تر اوسه  پورې  په پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

دا برید پداسې حال کې کیږي  چې  د افغانستان حکومت د طالبانو سره  د اوربند اعلان کړی دی.

همداشان  طالبانو هم  د اختر په دریو ورځو کې  د اوربند اعلان کړی دی.   



اړوند خبرونه