طالبانو د فراه ولایت په مرکز ډله ایز برید کړی دی.
طالبانو د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست نیولی دی
طالبانو د فراه ولایت په مرکز ډله ایز برید کړی دی.
د فراه ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالب اورپکي د ښار مرکز ته ننوتي دي او ځینې مهمې ادارې نیولي دي.
د بله پلوه پخپله طالب اورپکو هم خبري رسنیو ته په استولو ویدیوګانو او د ټویټر له لارې په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي دي چې د فراه ولایت مرکز ته ننوتي دي او د ملي امنیت ریاست يي نیولی دی.
د فراه ولایت د ولایتي شورا مشر او ځینو غړیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د څو خواوو نه د بریدونو په پیلولو سره د ښار مرکز ته راننوتي دي او د ملي امنیت ریاست يي نیولی دی.
هغوې ویلي دي چې طالبان د امنیې قومندانۍ په څو سوه مترۍ کې قرار لري او د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهدي ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د دوه نیمو بجو په شاوخوا کې په ښار د څو خواوو نه بریدونه پيل کړل .
هغه ویلي دي چې طالبان د ولایت د ودانۍ پر وړاندې د پرمختګ په حال کې دي او یو کیلومترۍ ته رانږدې شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې په فراه ولایت کې د طالبانو پر خلاف د مبارزې په خاطر هر ډول تدابیر نیول شوي دي.
د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې دښمنانو تیره شپه د شمال له لورې نه د ریګي پوستې نه د پخوانۍ ۷۰ مې فرقې پر لورې په حرکت پیل وکړ چې د ښار په غربي دروازو کې د قوي مقامت سره مخامخ شول.
د ښار غربي دروازو کې قوي تدابیر نیول شوي دي . په بیان کې د فراه خلکو ته ډاډګیرنه ورکړل شوې ده چې لازم پلي او هوايي عملیات پيل شوي دي. د هیواد امنیتي ځواکونه د یاد شوي د امنیت د تامینولو پوره توان لري. دښمن ته به هر څه ژر ماتې ورکړي.