د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې د سترې خونړۍ پيښې مخه ونیول شوه.
په کاپیسا کې د نوم لیکنې په مرکز د برید مخه ونیول شوه
د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې د سترې خونړۍ پيښې مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د یوې پنځه کسیزې ډلې نه چې د رای ورکولو د نوم لیکنې پر مرکز يي د برید هوډ درلود د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن دوشنبه د مې ۱۴ مه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کاپیسا په ولایت کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه نیولې ده .
په بیان کې راغلي دي چې د ملي امنیت منسوبینو په کاپیسا ولایت کې د طالبانو یوه پنځه کسیزه ترهګره ډله چې د رای ورکولو د نوم لیکنې پر مرکز يي د خونړي برید پلان درلود خپلې شومې موخې ته د رسیدو د مخه ونیول.
په بیان کې راغلي دي چې نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي دي چې د کاپیسا د کوهستان د دویمې حصې د ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه د ولسوال خان اغا اخګر مشهور په ملا نصرت د رای ورکولو د نوم لیکنې په مرکز د برید په خاطر په دنده ګمارل شوي وو.
ترهګرو ویلي دي چې دوی ته د ټولټاکنو د پروسې د مخنیوی دنده ورکړ شوې وه.
د ویلو ده چې طالبانو د ټولټاکنو په خاطر د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو نه راپدیخوا تر اوسه پورې د نوم لیکنې په ۲۳ مرکزونو بریدونه کړي چې په ترڅ کې ۲۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
د ویلو ده چې طالبانو بیا پدې بریدونو کې تر ټولو خونړی برید د کابل د دشت برچې په سیمه کې د نوم لیکنې په مرکز وکړ چې په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.