په کونړ کې د داعش ۲ مهم قوماندانان ووژل شول
په کونړ کې داعش ترهګرې ډلې ته قوي ګوزار ورکړ شو
د افغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
د کونړ ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د ياد شوي ولايت د چپې درې په ولسوالۍ کې د داعش ت هګرې ډلې په پټنځايونو د بې پيلوټه الوتکې بريد شوې دی.
په کونړ کې د ملي اردو قوماندانۍ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په چپه دره کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځايونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې لږ تر لږه ۶ تنه داعشيان وژل شوي چې ۲ تنه يي ددې ډلې مهم قوماندانان دي.
د بله پلوه د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خبري رسنيو ته ويلي دي چې پدې بريد کې د حسن خان او محمدالله په نامه دوه تنه مهم داعشي قوماندانان وژل شوي دي.
دا بريد پرون د ماښام په ساعتونو کې شوی دی.
د يادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې پدې وروستيو کې په کونړ ولايت کې د پام وړ نفوذ موندلی دی.
همداشان تيره ورځ په ننګرهار ولايت کې هم د داعش په پټنځايونو د بط پيلوټه الوتکې بريد شوی وو چې له امله يي ۳ تنو بهرني داعشي جنګيالي وژل شوي وو.